سهیل شاهین: فرانسه دې افغانستان کې خپله ډيپلوماټیکه استازولي پرانېزي
دوحه کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر جین ميرین سره کتلي.
خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو دې کتنه کې د سیاسي وضعیت، د افغانستان او فرانسې ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو، بشردوستانه مرستو او د افغانستان تاریخي اثارو بیارغونې برخه کې د فرانسې د ملاتړ پر دوام بحث شوی دی.
ښاغلي شاهین د فرانسې شارژدافیر څخه غوښتي چې کابل کې د یاد هېواد ډيپلوماټیکه استازولي پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال افغانستان د نړۍ تر ۴۰ زیاتو هېوادونو سره ښې ډيپلوماټیکې اړیکې لري او تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر د حریت راډیو په یوه خپرونه کې ویلي و، چې نږدې راتلونکي کې به یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د اړیکو د پراختیا شاهدان واوسو.